د ودونو۲۳هوټلونه او تالارونه د کابل ښاروالۍ له لوري وتړل شول

د ودونو۲۳هوټلونه او تالارونه د کابل ښاروالۍ له لوري وتړل شول

د ودونو۲۳هوټلونه او تالارونه د کابل ښاروالۍ له لوري وتړل شول

د کابل ښاروالۍ وايي دغه هوټلونه او تالارونه د سرغړونې له وجې تړل شوي دي.

د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي رسنیو ته وویل، دوی ۱۲۸ هوټلونه څارلي چې له دې ډلې څځه ۲۳ هوټلونه د سرغړونې او د ښاروالۍ معیارونو ته په نه پاملرنې وټړل شول.

هغه زیاته کړه: “دا د کابل د ښاروالۍ وظیفه ده چې د په کابل ښار کې د ودونو ټول هوټلونه د چک لېست له معیارونو پر اساس تنظیم کړي . موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو او ډېرو هوټلونو ځانونه له معیارونو سره برابر کړي. که نور هوټلونه ځانونه له معیار سره سم نه کړي نو کابل ښاروالۍ به ورسره قانوني چلند وکړي .”

 تر دې مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو په ځینو هوټلونو کې د روغتیايي معیارونو د نه رعایتیدو شکایت کړی وو.

کابل ښاروالې د هوټلونو له مالکانو غوښتي، چې د دوی سپارښتنې دي جدي وګڼي.