دا څېړنه په ناڅاپي ډول د شیائو مینګ لیو لخوا کشفه شوه. هغه پر یوې بلې موضوع څېړنه کوله چې د رامنځته شوي موضوع سره مخامخ شو. د لیو جوړ کړل شوی سیسټم کولی شي د کوچني دستګاه او سیسټمونو برېښنا په بالقوه ډول تأمین کړي.
دا تولید شوې برېښنا او د لمریزي بریښنا د پنلونو تولید شوې برېښنا یو ډول ده. لیو د باکټریاو په جوړ کړل شوي پروټینونو څېړنه کوله ځکه دا پروټینونه هادي دي او د برق د ذخیره کولو خاصیت لري.
د پروټینونو پر سر د څېړنې پر مهال د لیو پام دې ته شو چې دا پروټینونه ولتاژ تولیدوي. په دې چې دا ولتاژ د هغه په کار کې خنډ رامنځته کاوه، نو یې هڅه وکړه چې له منځه یې یوسي او د ولتاژ د له منځه وړلو یوازینی عامل رطوبت و. دا جوړ کړل شوی سیسټم کولی شي د لږ رطوبت په شتون کې د یوې دښتې تولید شوي لمریزي برېښن۲۰ سلنه برېښنا تولید کړي.
د پروټین یو تار چې ۱۴ میلي میتره پنډوالی لري د دې سیسټم په مرسته کولی شي په خپل اکثر حد کې تر ۲۰ ساعتونو برېښنا تولید کړي. دا سیسټم د برېښنا د تولید د ۵ ساعته ځنډ وروسته بیا ځلې چمتو کیږي او ولتاژ تولیدوي، خو تر اوسه لا جوته نه ده چې څو ځلې به د بیا تولید دا عملیه تر سره شي او د عملیې دایمي تخریب به کله را منځته شي؟
ژباړه:
فریحه بارکزۍ