د راپورونو له مخې د امریکا او اروپا په ځینو ښارونو کې یو شمېر افغانانو د افغان هزاره ګانو په ملاتړ لارینونه وکړل .
دغه اعتراضونه ورسته له هغه پیل شول چې د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې لسګونه کسان د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول او د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ شعارونه یې ورکړل.
لاریون کونکو پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې خونړي برید غندنه هم وکړه .
په دغه برید کې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول چې ډېرې يې هزاره توکمه نجونې وې.