د نیمروز قوماندانۍ د امنیت امر ملا شاه ولي ضرار رسنیو ته ویلي چې ښایي دې نجلۍ د کورنیو شخړو له امله ځان وژنه کړي وي.
ملا ضرار د پېښې په هکله نور جزییات نه دي ورکړي، خو دا یې ویلي چې پېښه د نیمروز په مرکز زرنج کې شوې ده.
ځینو سېمیزو رسنیو بیا ویلي دي چې دا نجلۍ شپاړس کلنه وه او د کورنۍ شخړې له امله یې ځان وژنه کړې ده.