د جرمني په کوربهتوب د “جي ۷” غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستي توغندیز بریدونه د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه کچه زیانمنه کړې ده چې د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ ښار مونستر کې جوړیږي.
کاناډا، امریکا، فرانسه، جرمني، برېتانیا، ایټالیا او جاپان د جي ۷ سازمان غړي هېوادونه دي.