د نارو‌ې د کډوالو شورا غواړي په مشروط ډول افغانستان کې خپل بشري چارې بېرته پیل کړي

د نارو‌ې د کډوالو شورا غواړي په مشروط ډول افغانستان کې خپل بشري چارې بېرته پیل کړي

د نارو‌ې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې دا مهال کابل ته په سفر راغلې دی وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ لکه افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، دوی په دې شرط بېرته د خیر ښېګڼې چارې پیلوي چې د دوی ښځینه کارکوونکو ته ا.ا د کار اجازه ورکړي.

ایګلنډ پرون خبرداری ورکړی و که ا.ا د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته دوام ورکړي، شپږ میلیونه کسان به له لوږې سره مخامخ شي، شپږ میلیونه کوچنیان به له زده کړو بې برخې، ۱۳اعشاریه پنځه میلیونه خلک به له پاکو اوبو او څه باندې ۱۴ میلیونه نور به د ساتنې خدمات ونه لري.

 مخکې تر دې یوناما او نورو نړیوالو بنسټونو هم له ا.ا غوښتنه کړې وه چې د ښځو پر کار تازه لګول شوی بندیز لرې کړي، خو تر اوسه ا.ا په رسمي ډول د خپل پریکړې په هکله کوم نرمښت نه دی ښکاره کړی.