نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وايي، چې سږکال به د افغانستان په استازیتوب څوک د دغه سازمان په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي.
ښاغلي فایق د سپټمبر په ۲۴ ناوخته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “افغانستان او میانمار د هغه توافق له مخې چې تېر کال په عمومي اسامبله کې رامنځته شو او خبرې یې ونه کړې سږکال به هم په هماغه ډول افغانستان او میانمار په عمومي اسامبله کې خبرې ونه کړي، خو ټاکل شوې چې زه د امنیت شورا په ناسته کې چې د سپټمبر په ۲۷مه د افغانستان په اړه جوړېږي او د بحث محور به یې هم د افغانستان وضعیت وي ګډون او خبرې به په کې وکړم.”
د ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د عمومي اسامبلې له جوړېدو مخکې پرېکړه کړې وه چې په دې ناسته کې به د افغانستان او میانمار په استازولۍ ځکه څوک خبرې نه کوي چې مسوول چارواکي یې نه درلودل.
تېر کال پر افغانستان د ا.ا په واکمنېدو د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه