د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي

نن د نوامبر دوهمه له ژورنالېستانو سره د تشدد پر وړاندې د معافیت د ختمولو ورځ ده.

یوناما پر خپل فیسبوک پاڼې، د یو پیغام په خپورولو سره ویلي دي، افغان خبریالان له خپلسرو نیونو، ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي.

په پېغام کې دا هم ,ویل شوي ، چې یوناما د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې تر دوه سوو نه ډېر موارد د خبریالانو سره له بشري حقونو د سرغړونو په هکله ثبت کړي دي.

د خبریالانو خوندیتوب د کمېټې د ورکړل شویو ارقامو له مخې افغانستان د خبریالانو د وژل کېدو شمېر له پلوه په نړۍ کې څلورم هیواد دی.