د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوتریش وايي، په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز د ملګرو ملتونو چارو ته زیان رسوي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوتریش وايي، په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز د ملګرو ملتونو چارو ته زیان رسوي

ښاغلی ګوتریش وايي، داسې مهال چې افغانانو لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره د نجونو او ښځو کار بندیز به، افغانان د لا ډېرو سختیو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د ګوټرېش له قوله، د ا.ا  په دې پرېکړه خواشیني ښودل شوې او کار د ښځو حق ګڼل شوی دی.

هغه زیاته کړې: “دا پریکړه به د ډېری هغو سازمانونو کار کمزوری کړي چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي او له زیانمنو، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو سره مرسته کوي.”

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، دا سازمان او شریکان یې د نورو ملي او نړیوالو نادولتي موسساتو په ګډون، له ۲۸ میلیونه زیاتو افغانانو سره چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، مرسته کوي.

خو ګوټرېش د دې چارو د لا ښه سمون لپاره او بې له ځنډه او په خوندي توګه د دې خلکو د لاسنیوي لپاره د نجونو او ښځو فعالیت مهم بللی دی.