د اوچا په وینا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ هیواد دی خو دوی د روان ۲۰۲۳ م کال بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.
دې ادارې خبرداری ورکړی دی که چیري عاجلي مالي مرستې ورسره ونه شي، نو میلونونوافغانانو ته به حیاتي بشري مرستې ودرېږي.
د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ملګرو ملتونو هر کال د افغانستان لپاره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.