ظاهراً دوبۍ دا پرېکړه د بهرنیي سیلانیانو د جذبولو لپاره کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې دوبۍ ته د ورتللو بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې د ورتېر ۲۰۲۱ کال په پرتله سل سلنه ډېروالۍ راغلی دی.
متحده عربي امارت او د خلیج د سیمې نور هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د تېلو پر صادراتو اتکا کمه کړي.