سېف د چلډرن یا د ماشومانو د ساتنې بنسټ پرون د مې پر(۱۲) خپل ایکس پاڼې کې لیکلي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغې ادارې په خبره په بغلان ولایت کې د جمعې ورځې سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶۰۰زره کسان یې اغېزمن کړي دي چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره یې ماشومان دي.
د ماشومانو د ساتنې بنسټ وايي په سیل ځپلو سیمو کې یې د اضطراري مرستو په باب ګرځنده کلنیکونه او د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان ګمارلي دي.
بلخوا د ا.ا د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
دې وزارت همدارنګه په بغلان کې د خپل ریاست د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې په دې سېلابونو کې دوه زره او ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زر څاروي هم له منځه تللي دي.