د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیران د روسیې پر وړاندې جګړه کې له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره کییف ته تللې دي.
دا درې هېوادونه د اروپایي ټولنې او د ناټو غړي هم دي.
دغو وزیرانو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په غونډه کې له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو پردوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې هېواد سره د بنسټیزو تاسیساتو په بیا رغونه کې همکارۍ وکړي.
په دې غونډه کې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو پر هوکړې هم خبرې وشوې.
روسیې په وروستیو کې په هوایي بریدونو کې د اوکراین ډېرې بنسټیز تاسیسات په ځانکړې ډول د انرژۍ تاسیسات له منځه وړي دي چې په نتیجه کې یې د دې هېواد په میلیونونو وګړي په دې سړه هواکې د برښنا څخه بې برخه شوي دي.