د فارن پالیسي د یو رپوټ پر بنسټ، روسیه په دې هڅه کې ده چې پخواني افغان کمانډویان د اوکران جګړې لپاره جذب کړي

د فارن پالیسي د یو رپوټ پر بنسټ، روسیه په دې هڅه کې ده چې پخواني افغان کمانډویان د اوکران جګړې لپاره جذب کړي

په دې رپوټ کې راغلې دي، د پخواني افغان کمانډويي ځواکونو یو قوماندان د روسي ګمارونکي سره په همغږۍ په دې توانېدلی دی چې خپل یوهمکار لومړی تهران او له هغه ځایه بیا روسيي ته ولیږدوي.

ریپوټونه وایي، چې لاهم تر ۳۰ زرو ډېر افغان کماونډویان په افغانستان کې شته چې واک ته د ا.ا له رسیدو وروسته یې له هېواده د وتلو چانس نه دی موندلی.

خو په روسیه کې یوشمېر افغان شنونکي باوري نه دي چې روسیه دې په افغانستان کې پاتې پخوانيو افغان پوځیانو او یا هم نورو هېوادونو کې دغو کماونډویانو ته لاسرسی ومومي.

مسکو میشتي افغان کارپوهان بیا وايي، د اوکراین په جګړه کې چې اوس امریکا او ناټو هم ښکېله ده تر روسيي ډېر امریکا او ناټو ته اسانه ده چې له مالي اړخه پخواني افغان پوځیان جګړې ته وهڅوي.