د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د ا.ا د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تېلو د بیو د کنټرول کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ به یو ټن سکاره په ۹ زره افغانیو پر خلکو وپلورل شي.
جواد زیاتوي چې یو میلیون ټنه ډیزل او پټرول، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم چې له روسیې څخه پیرل شوي د لړم د میاشتې تر پایه به افغانستان ته ورسېږي.
تر دې مخکې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې به سږنې ژمی سخت وي.