د روغتیا نړیوال سازمان :افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس په ورکېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان :افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس په ورکېدو دی

دغه سازمان پرون یکشنبه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې، واکسیناتوران دې هدف ته د رسېدو لپاره ډېرې هڅې کوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین ۸ کمپاینونه جوړ شوي و، چې شپږ یې په ټولو ولایتونو کې او دوه یې په ځانګړو سیمو کې و.

د روان کال راهیسي په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې یوه یې په کونړ او بله یې په پکتیکا کې پېښه شوې وه.

 افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازنې هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي پ‌کښې اوس هم له منځه نه‌ده تللې.