د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغه به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغۍ په بشپړ توکه افغانستانه کې له منځه تللې نه وي.
د دغه سازمان افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي دي، په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ورکېدا به له موږ سره مرسته وکړي چې له نړۍ څخه د دغې ناروغۍ ورکېدو ته نږدې شو.
اوسمهال کې پر افغانستان سربېره پاکستان هم د ماشومانو له دغې فلج کونکې ناروغۍ سره مخامخ دی.
سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې او په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هر کال له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو د واکسینونو کمپاینونه جوړیږي چې په ترڅ کې یې ملیونونو کوچنیانو ته د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسین لګول کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هغو لګښتونو ته په پام چې په نامحدود ډول د پولیو د مهارولو لپاره لګیږي، تر۲۰۵۰ کال پورې مجموعي توګه ۱۴ ملیارډ ډالره سپما ته اړتیا لري.