دا خبرې داسې مهال کېږي چې د مسکو له لورې په اوکراین کې د جګړې احتمالي شدت ته اندېښنې ډېرې شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په یو خبرپاڼه کې راغلې، تېرو دریو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دفاع وزیر یې له امریکایي سیال سره خبرې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې شویګو له ترکي، برېتانیایي او فرانسوي سیالانو سره هم خبرې کړي دي.
راپورونه واېي، روسیه په اوکراین کې له پر لهپسې ماتې خوړولو وروسته اوس د جګړې د شدت په فکر کې ده، خو د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د دې مسلې په هکله څه ندي ویل شوي