د روسي پوځیانو له لورې د اوکراین پر پلازمېنه کیف او زاپورژیا ښار بریدونه شوي دي

د روسي پوځیانو له لورې د اوکراین پر پلازمېنه کیف او زاپورژیا ښار بریدونه شوي دي

د کیف سیمه‌ییز والي اولیکسي کولیبا پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي،  ژغورنکي ټیمونه په پلازمېنه کې د بریدونو سیمو ته رسیدلي دي، خو هغه د بریدونو د اصلي سیمو موقعیت په ډاګه کړی ندی.

نوموړي زیاته کړې، روسان د شپې له‌خوا کیيف له وحشت سره مخامخوي او په خبره یې د بریدونو ځای کې د اورونو د مړه کېدو او نورو پاتې شونو د پاکېدو هڅې لا روانې دي.

که څه هم په دې وروستیو کې د روسیې له لورې پر اوکراین هوایي او توغندیز بریدونه ډېر شوي دي، خو اوکرایني چارواکو وايي،دا په دې مانا ده چې روسیې د جګړې په ډکر کې ماته خوړلې ده.