دغه هیئت به په اماراتو کې له ځايي مشرانو، مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره ګوري.
د ځینې سرچینو په حواله د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پرون له افغانستان په بهرني سفر تللې دی او ښايي چې ښاغلی کرزی به هم په متحده عرب اماراتو کې تم شي.
اماراتو ته د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سفر د دې لپاره مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته اوسیږي..
دا لا څرګنده نه ده چې ښاغلی مجاهد به له ښاغلي کرزي یا هم غني سره د دې سفر پر مهال ګورې که نه؟