د خوړو نړیوال سازمان وايي، راتلونکې میاشت ته به دېرش زره ټنه اوړه افغانستان ته ولېږدول شي

د خوړو نړیوال سازمان وايي، راتلونکې میاشت ته به دېرش زره ټنه اوړه افغانستان ته ولېږدول شي

دغه سازمان اتیا زره ټنه غنم له اوکراین څخه اخیستې دي چې له اړه کېدو وروسته شپېته زره ټنه کېږي.

د دې مرستو نیمایي برخه افغانستان ته بېله شوې ده چې په مختلفو پړاونو کې به افغانستان ته انتقال شي.

د ملګرو ملتو دا موسسه اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا نولس میلیونه افغانان کافي خواړه نه ‌لري.

د خوړو نړیوال سازمان له خوا د دې مرستو اعلان داسې مهال کیږي چې افغانانو ته په راتلونکي ژمي کې د سختې بې وزلۍ او لوږې سره د مخ کېدو خبرداری ورکړل شوی دی.