د خوړو د نړیوال پروګرام د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ تنو څخه ۹ تنه یې کافي خواړه نه‌‌ لري

د خوړو د نړیوال پروګرام د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ تنو څخه ۹ تنه یې کافي خواړه نه‌‌ لري

د ډبیلو ایف ‌پي د افغانستان څانګې نن سهار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان مېندې او پلرونه نشي کولای چې خپلو کوچنیانو ته پوره خواړه چمټو کړي.

دغه اداره وایي، دوی د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې ۲۱ میلیونه افغانانو ته چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، مرستې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، نږدې شل میلیونه افغانان اوسمهال د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.