د یک شنبې په ورځ یوې چاودنې د استانبول په استقلال واټ کې شپږ کسان مړه او اتیا تنه نور یې ټپیان کړل.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ، چې بم اېښودونکې د پولیسو له خوا ونیول شوه.
پولیسو وايي تر برید وروسته ۱۲ سوه امنیتي کمرې یې څارلې، ۲۱ ځایونو باندې یې چاپې ووهلې او ۴۶ شکمن کسان یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره ونیول.
پولیسو د برید په تور نیول شوې ښځه اهلام البشیر د سوریې تبعه معرفي کړې ده.
پولیسو وايي بریدګرې د پلټنو پر مهال دا منلې چې روزنه یې د کردانو د کارګر ګوند PKK او د سوریې د کردانو ګروپ له خوا شوې ده.
خو دغه دواړې ډلې د استانبول په برید کې هر ډول ښکېلتیا په کلکه ردوي.