د ترکیې هوايي شرکت( ترکیش ایرلاینز) نن کابل ته خپل پروازونه پيلوي

د ترکیې هوايي شرکت( ترکیش ایرلاینز) نن کابل ته خپل پروازونه پيلوي

دغه شرکت په یوه بیان کې ویلي چې کابل ته به په اوونۍ کې څلور پروازونه ولري.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم دا خبره تایید کړې او دا یې د هغو هېوادوالو لپاره ښه زیری یاد کړی چې غواړي د ترکیې له لارې اروپا او یا نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ټولو بهرنیو شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول چې له دې سره پر کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر فشارډېر شو.

د پروازونو په ځنډ سربېره د افغانستان له فضا هم ګڼو شرکتونو خپل مسیرونه واړول چې ورسره د الوتنو په موده او قیمتونو کې ډېر توپير رامنځته شو.