د ترکیې او سوریې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی دی

د ترکیې او سوریې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی دی

ترکیه او سوریه کې د تېرې اوونۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس نږدې ۲۴زرو تنو اوښتی دی.

په دوی کې تر۲۰۲۰۰ ډېر ترکیه او پاتې څه باندې ۳۵۰۰ سوریه کې وژل شوي دي.

په دې زلزله کې د دواړو هېوادونو سلګونه زره کسان بې کوره شوي چې اوس مهال په یخه هوا کې د کمو امکاناتو په درلودلو سره په لنډمهاله سرپناو کې ژوند تېروي.

په ترکیې کې د افغانستان سفارت هم د دغې زلزلې له امله د افغان کډوالو د قربانیانو د شمېرو ډېرېدو ته اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر اوسه افغان سفارت د زلزلې له امله د ۱۵۰ افغانانو مړینه تاییده کړې ده.

د تېرې دوشنبې دا ځواکمنه زلزله د انساني تلفاتو له اړخه، د روانې پېړۍ اوومه تر ټولو مرګونې طبیعي پیښه بلل شوې.