د بې پولې خبریالانو ټولنه د ازادي راډیو د پخواني خبریال محمدالیاس داعي د دویم تلین په مناسبت، د هغه د وژل کېدو د قضیې څېړنې غوښتنه کړې ده.
ښاغلی داعي د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.
تېرحکومت د داعي پر وژنې ا.ا تورن کړی و او یو کس یې د قتل په تور نیولی و، خو د ا.ا له بیا واکمنېدو سره د دې قضیې په اړه نور اجراات ونه شول.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې ویاندې پولین ادیس مول رسنیو ته وویل چې د خبریالانو پر وړاندې شوي جنایتونه د زغملو وړ نه دی.
هغې دا هم وویل چې د دې ډول هیښونکي جنایاتو په هکله تحقیقات باید نیمګړي پاتې نه شي او دې ته ورته پېښې هم باید تکرار نه شي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی، د یو راپور له مخې ۱۳۹۹ کال د افغانستان د څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.