د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ا.ا له لورې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ا.ا له لورې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت رسنیو ته وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د ا.ا له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي.

فطرت وايي: ا.ا د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل له نیولو سره چې د ښځو د زده کړو لپاره یې مدني اعتراض کاوه، دا څرګنده کړه چې دوی هر هغه حرکت، هر هغه غورځنګ، فکر او نظریه چې د ښځو په تړاو د دوی له ځپونکو قوانینو سره په ټکر کې وي، ځپي.

له دې سره په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه ټویټ کې د ا.ا له لوري د اسماعیل مشعل نیول غندلي دي.

د ا.ا د اطلاعات او فرهنګ وزارت یوه چارواکي اسماعیل مشعل تورن کړی دی چې  هڅه کوي د دوی د نظام پرضد خلک راوپاروي.

استاد مشعل د پنجشنبې په ورځ  د کابل په سړکونو کې د زرګونو کتابونو د وړیا وېش لړۍ د پیل سره سم د ا.ا د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو.