د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت رسنیو ته وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د ا.ا له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي.
فطرت وايي: ا.ا د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل له نیولو سره چې د ښځو د زده کړو لپاره یې مدني اعتراض کاوه، دا څرګنده کړه چې دوی هر هغه حرکت، هر هغه غورځنګ، فکر او نظریه چې د ښځو په تړاو د دوی له ځپونکو قوانینو سره په ټکر کې وي، ځپي.
له دې سره په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه ټویټ کې د ا.ا له لوري د اسماعیل مشعل نیول غندلي دي.
د ا.ا د اطلاعات او فرهنګ وزارت یوه چارواکي اسماعیل مشعل تورن کړی دی چې هڅه کوي د دوی د نظام پرضد خلک راوپاروي.
استاد مشعل د پنجشنبې په ورځ د کابل په سړکونو کې د زرګونو کتابونو د وړیا وېش لړۍ د پیل سره سم د ا.ا د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو.