د بشري حقونو د څار سازمان د آسیايي څانګې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل، ا.ا یوځل بیا ثابته کړه چې د انسانانو بنیادي بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري او ارزښت نه ورکوي.
د ګاسمن په وینا: “په ښکاره لیدل کېږي چې ا.ا غواړي تر کوم بریده وړاندې ولاړ شي او ډاډه شي چې د افغان ښځو او نجونو ژوند یې څومره بدمرغه کړی. دا وضعیت ډاروونکی شوی ځکه ا.ا د خپلو پالیسیو د تطبیق په دوام غواړي د بشر بنیادي حقونو ته سپکاوی وکړي.”
له دې مخکې د ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي و، چې له دې وروسته به ښځو ته اجازه ورنکړي چې پارکونو ته ولاړې شي.
رویټرز خبري اژانس د ښاغلي مهاجر له قوله خبر ورکړی چې وايي، ا.اهڅه وکړه چې په تېرو ۱۴- ۱۵ میاشتو کې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په اساس پارکونو ته د ښځو د تلو شرایط برابر کړي خو نوموړي زیاته کړه چې له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه وکړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ.
بل لور ته بیا افغانې ښځینه فعالانې وايي چې ټولې ښځې هم پخوا او هم اوس په پوره اسلامي حجاب کې په عمومي ځایونو کې ګرځي نو ځکه د دوی د ا.ا نوی فرمان ځان ته سپکاوی ګڼي.
لوېدیځ هېوادونه تل په دې ټینګار کوي چې له ا.ا سره تعامل په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړلی وي او همدا علت دی چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.