د رویټرز خبري اژانس په حواله، جنریک پرون سېشنبه د برېتانیا پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، د ماشومانو د ورک کېدو ۴۰۰ پېښې ثبت شوي دي چې تر اوسه لا هم د ۲۰۰ ماشومانو برخلیک نه دی څرګند، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي.
هغه همدارنګه ویلي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې راهیسې تر څلور لکه او ۶۰۰ ډېر ماشومان چې څوک ورسره نه وو، د برېتانیا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
پر افغانستان د ا.ا د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ځینو افغان کورنیو له خپلو ماشومانو سره د برېتانیا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.