د برېتانيا د نوي صدراعظم په توګه د ‘ريشي سوناک’ د ټاکل کېدو احتمالات ډېر شوي دي

د برېتانيا د نوي صدراعظم په توګه د ‘ريشي سوناک’ د ټاکل کېدو احتمالات ډېر شوي دي

وروسته له هغه چې د برېتانیا پخوانی صدراعظم بوریس جانسن د نوي صدراعظم په توګه له کاندیدۍ تېر شو، د مالیې پخواني وزیر ریشي سوناک ته د دې زمینه برابره شوه چې د برېتانیا د نوي صدراعظم په توګه ټاکنې ته وړاندې شي.

 د برېتانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز ټراس تېره اوونۍ خپله استعفا اعلانه کړه.

د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د صدراعظمي څوکۍ ته د کاندېدو لپاره یو کاندید د پارلمان لږ تر لږه د سلو غړو ملاتړ ته اړتیا لري چې ښاغلي سوناک د تېرې جمعې تر ورځې پورې د نږدې ۱۵۰ کاندیدانو ملاتړ ترلاسه کړی و.

که ریشي سوناک د برېتانیا د صدراعظم په توګه وټاکل شي دا به د برېتانیا په تاریخ کې لومړنی هندي الاصله صدراعظم وي چې ټاکل کېږي.