د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي په استول شوي پیغام کې ویلي دي: ” کابل ته د ازبکستان څخه وارداتي برښنا په شبکو کې د رامنځته شوې ستونزو له کبله دغه هیواد نهشي کولای د قرارداد مطابق برښنا موږ ته راوسوي.”
میوندي زیاته کړې چې هڅه روانه ده له حرارتي برښنا څخه استفاده زیاته او ستونزې هوارې شي.
د ژمي له پيلېدو سره کابل او نږدې نورو ولایتونو کې خلک د برښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي.
دوی وايي، په یوه شپه او ورځ کې تر دوو – دریو ساعتونو ډېر برق نهلري او هغه هم په داسې وختو کې راځي چې د دوی په درد نه خوري.