د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون ناوخته رسنیو ته په استول شوي پېغام کې لیکلې دي چې که څه هم د دفاع وزارت ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي، خو د ایسارو شوي خلکو د ژغورنې چانس کم دی.
چارواکو د درېیو کسانو د بند پاتې کېدو خبره کړې ده، خو ځینې رسنې بیا وايي د لسو کسانو د بند پاتې کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غره ښووېدنې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ پېښه شوې وه.