د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا هوکړه پرون په ډیورنډ کرښه د خرلاچي په سیمه کې د دواړو خواوو چارواکو ترمنځ د یوې جرګې په پایله کې شوې ده.
جرګې د هر ډول سوداګرۍ او ترافیکو لپاره د خرلاچي دروازې د پرانیستو وړاندیز هم کړی او ترڅنګ یې، د سهشنبې په ورځ د یوې بلې جرګې په رابللو هوکړه کړې ده.
په ورستیو څو ورځو کې د پکتیا په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځاځي میدان ولسوالیو کې چې په ډیورنډ کرښه پرتې دي، له پاکستاني عسکرو سره د ا.ا د ځواکونو د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي.
ویل کیږي په دې نښتو کې دواړو خواوو ته د مرګژوبله اوښتې، خو رسماً نه د ا.ا حکومت او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.