د ا.ا مشر د سوالګرو راټولولو او سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړ

د ا.ا مشر د سوالګرو راټولولو او سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړ

د ا.ا د عدلیې وزارت وايي د دوی د حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده په افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی دی.
د شنبې په ورځ د ثور په ۲۹مه د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا قانون په درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د نوي قانون له مخې هغه کسان چې روغ وي او یا د یوې ورځې لپاره کافي خواړه ولري، له سوال کولو منع دي.
همدارنګه ویل شوي چې د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولانو کارول هم منع دي.
تر دې وړاندې هم د ا.ا د مشر په امر په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل شوې وه.
د ا.ا حکومت په داسي حال کې د دې قانون د تصویبولو خبره کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د دوی د راتګ سره په افغانستان کې د فقر کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، هېواد کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.