“سېف ده چیلډرن” یا د ماشومانو د خوندیتوب اداره، د ناروې کډوالو شورا او “کېیر انټرنیشنل” یا (پاملرنه) په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، پرته له خپل ښځینه کارکوونکو خپل فعالیتونو ته دوام نشي ورکولی.
تازه د اسلامي همکارۍ ادارې هم ویلي دي، چې دوی هم افغانستان کې خپل کارونه بند کړی دي.
د دغې ادارې په وینا د دوی پروژې د هغو اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي چې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي او غواړي کوچنیان یې زده کړې وکړي.
“د اسلامي همکارۍ اداره پر افغان چارواکو غږ کوي چې سم لاسي د اېنجوګانو پر ښځینه کارمندانو بندیز لیرې کړي”.
همدارنکه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) په افغانستان کې د خپل فعالیت درولو اعلان کړی دی.
دغې کمېټې ویلي، د دوی له اتو زرو کابو څلوېښت سلنه کارمندانې ښځې دي.
د دغو غیر دولتي موسسو په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي:” مونږ خپل فعالیت ځنډوو، او غوښتنه کوو چې ښځې او سړي دې په ګډه او په مساوي ډول افغانستان کې زمونږ د بشر ژغورنې مرستو ته دوام ورکړي.”