د ا.ا له لوري د ټاپي پروژې له مسوولانو د مهالوېش غوښتنه او د پروژې پیلیدو ته هیله مندي

د ا.ا له لوري د ټاپي پروژې له مسوولانو د مهالوېش غوښتنه او د پروژې پیلیدو ته هیله مندي

د ا.ا ویاند ذبیح الله م جاهد  پرون دوشنبه ماښام  په یوه پيغام کې رسنیو ته وویل چې د دې پروژې کار به ژر پیل شي.

م جاهد زیاته کړه: ” د ګازو د لېږد او نورو پرمختګونو په برخه کې دا د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره یوه ډېره مهمه او حیاتي پروژه ده.هغه .دا هم وویل چې  ا. ا  د یو مسوول لوري په توګه به په دې برخه کې همکاري کوي او خپلو مسوولیتونو ته ژمن دی

 همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي چې د دغه وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي د ټاپي پروژې له اجرایي رییس محمد مراد امانوف سره کتلې او د دې پروژې د پیلدو د مهالوېش غوښتنه یې کړې ده.

د ټاپي پروژې مشرتابه ژمنه وکړه چې د دوو اوونیو په اوږدو کې د کار د پیلدو مهالوېش به د کانونو او پټرولیم وزارت ته سپاري.

ټاپي د ګازو د لېږد پایپ لاین، یوه لویه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي خود نا امنیو له امله دا پروژه له څو لسیزو راهیسې ځنډول شوې ده.