د دې تازه تعیناتو خبره د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې کړې ده.
هغه لیکلي چې د ا.ا د مشر د پرېکړې په اساس د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د ازموینو د ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی.
همداراز قاري صلاح الدین ایوبي د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت پخوانی مرستیال د زابل د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.
دا.ا د مشر د پرېکړې په اساس ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان د طبي شورا د سرپرست رییس په توګه ټاکل شوی.
دا ګمارنې په داسې حال کې کیږي چې د تېر یو کال راهیسې پر ا.ا نیوکې دي چې په خپلو مقرریو کې د وړتیا اصل ته په نه پام لرنې غیر مسلکي کسان په دندو ګماري.