د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لورې د دې ډلې پر مشرانو نوي لګول شوي بندیزونه غندلې دي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لورې د دې ډلې پر مشرانو نوي لګول شوي بندیزونه غندلې دي

د ا.ا بهرنيو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلې، د امریکا دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پرمختګ کې خنډ پېښ کړي.

انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو اقداماتو یادونه وکړه چې له مخې یې د ا.ا  پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پاليسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي د امریکا له لورې به د ویزو له بندیز سره مخ کیږي.

بلېنکن هیله مندي وښوده  چې نو ر هیوادونه به هم ورته اقدامات وکړي .