د راپورونو په حواله ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې موندلې دي.
په الوتکه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تر څنګ د یوې اته کسیزي دولتي پلاوي ډله هم شامله وه.
د ایراني رسنیو په وینا، دغه څرخي الوتکه پرون “د خرابې هوا له کبله” د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه
تسنیم خبري اژانس د الوتکې د نسکورېدو د ساحې تازه ویډیو خپره کړې چې ښکاري دغه الوتکه څو ټوټې شوې ده.
د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.
د ایران رهبر ایت الله علي خامنهاي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.
۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.