د راپورونو په اساس د اوین زندان په اوومه څانګه کې خلکو بغاوت کړی دی، دا څانګه په دې مشهوره ده چې سیاسي زندانیان په کې ساتل کېږي.
په خپاوره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له دې محبس څخه لوګي او د اور لمبې پورته کېږي، او همداراز د ډزو ږغونه هم اورېدل کېږي.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د زندانیانو د کورني غړي د زندان لور ته تلل، خو لارې بندې وې.
د ایران دولتي رسنیو د ایران د امنیتي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې د دوی په وینا جنایتکارانو، په زندان کې ناکراري جوړه کړې وه، خو وضعیت اوس د کنټرول لاندې دی.