نوموړي دا غوښتنه پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.
هغه همدارنګه ویلي دي چې دونباس اوس مهال د جګړې مرکز دی چې په دې سیمه کې د روسیې هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په تدریجي ډول د ډېرېدو په حال کې دي.
زلنسکي د کاناډا څخه د مننې په ترڅ کې له اوکرایین سره د دې هیواد پوځي مرستې مهم او پر وخت وګڼلې.
زلنسکي وویل، اوکراین ټینګ هوډ کړی چې د روسیې د یرغل په وړاندي جګړې ته دوام ورکوي، خو متحدانو یې د روسيې په وړاندې دا اقداماتو ته د شک په نظرې ګوري.