ولودمیر زلنسکي تېر ماښام د نومبر په ۱۴مه د خپلې شپنۍ وینا پر مهال وویل، روسي ځواکونو له ښاره د وتلو پر مهال په قصدي ډول د برښنا، مخابراتو او تلوېزیون تاسیسات ویجاړ کړي دي.
د اوکراین پوځي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ یوې اعلامیه کې وویل چې خرسون ښار یې له روسانو بېرته ونیولې او دوی خپل ځواکونه په کې ځای په ځای کړي دي.
د اوکراین د انرژۍ شرکت پرون دوشنبه خبر ورکړ، چې دوی په دې هڅه کې دي چې د ژمي د رسېدو نه مخکې د انرژۍ ویجاړ شوي تاسیسات بېرته ورغوي.