د انګلستان د چیفنېنګ تحصیلي بورسیو ادارې د افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو موده پنځلس ورځې نوره هم غځولې ده.

د انګلستان د چیفنېنګ تحصیلي بورسیو ادارې د افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو موده پنځلس ورځې نوره هم غځولې ده.

دا خبره د یادو تحصیلي بورسیو اړوندې ادارې پرون اعلان کړې ده.

د دغو معتبرو تحصیلي بورسونو لپاره د غوښتنلیکونو موده معمولاً د نومبر په اوله ختمیږي خو د افغانانو لپاره یې د نومبر تر پنځلسمې وخت غځولی دی.

د چیفنېنګ ادارې ویلي چې د راتلونکي تحصیلي کال لپاره یوازې د هغو افغانانو غوښتلیکونه منل کیږي، چې له افغانستان راوتلي او د سیمې په هېوادونو کې مېشت وي.

دغه اداره وایي چې برېټانیا او د چیفنېنګ بورسیو اداره د افغانانو ژوند او امنیت په نظر کې نیسي او هغه کسان چې له افغانستانه غوښتنلیکونه ورلیږي ښایي له داسې جدي امنیتي ګواښونو، لوجستیکي او مالي ستونزو سره مخ شي چې د برېټانیا حکومت ورسره مرسته ونکړای شي.