د امریکا په متحدو ایالتونو کې پرون ځینو افغانانو د سپینې ماڼۍ مخته اعتراضیه غونډه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د افغان مېرمنو ملاتړ غوښتنه کړې ده
لاریون کوونکو د بېلابېلو شعارونه په لېږدولو سره دا ویل ، تر څو چې ا.ا پر ښځو او نجونو بندیزونه لیرې نه کړي ، واشنګټن او نړیواله ټولنه دې د ا.ا له مشرانو سره تعاملات ودروي.
د لاریون په پای کې ګډونوالو یو پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې په هغه کې د ا.ا د سیاسي او ډیپلوماتیکو دفترونو د تړلو او د ا.ا د مشرانو د شتمنیو کنګل کېدو غوښتنه شوې وه.
ا.ا لا تر اوسه د دې لاریون په هکه کوم نظر نهدی څرګند کړی.