د امریکا متحدوایالتونو پر هغه ایراني بنسټ اقتصادي بندیزونه ولګول چې د سلمان رشدي د قتل فتوا یې ورکړې وه.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون د اکټوبر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې دا نوي بندیزونه د خُرداد په نوم د بنسټ پر ۱۵ اړوندو څانګو ولګول شي.
بیان زیاتوي چې د ۱۹۸۹ کال په فبروري میاشت کې د ایران د پخواني مذهبي مشر آیت الله خمیني له خوا د سلمان رشدي د قتل تر فتوا وروسته، نوموړي بنسټ د دې لیکوال د وژنې لپاره میلیونونه ډالر لګولي دي.
د شیطاني آیتونو دغه برتانوی- امریکایی لیکوال وروسته له هغه سخت ټپي شو چې د روان کال د اګسټ په ۱۲مه په نیویارک ښار کې د چړې برید پرې وشو.