د امریکا له تازه بشري مرستې نه د ملګرو ملتونو هرکلی

د امریکا له تازه بشري مرستې نه د ملګرو ملتونو هرکلی

د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونود سیاسي ماموریت  مرستیال رامز الاکبروف پرون په ټویټر کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي.

 نوموړی وایي دا مرستې به د افغانستان د خلکو د اساسي اړتیا د پوره کولو پر چارو ولګول شي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.