د امریکا او ا.ا استخباراتي چارواکو له ترهګرۍ سره پر مبارزې بحث کړی دی

د امریکا او ا.ا استخباراتي چارواکو له ترهګرۍ سره پر مبارزې بحث کړی دی

له دوې میاشتې ځنډ وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او ا.ا چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي.

د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لورو دا لومړی رسمي بحث دی چې په دوحه کې تر سره کیږي .

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې په دې  خبرو کې چې د شنبې په ورځ شوي،  د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن  او د ا.ا  د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و.

د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نه‌ دي معلوم، خو سي‌ان‌ان د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکي، دواړو خواوو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی دی.