د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د پخوا په پرتله د پیسو اېښودلو کچه د روان میلادي کال په دریمه ربع کې څلور سلنه لوړه شوې ده

د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د پخوا په پرتله د پیسو اېښودلو کچه د روان میلادي کال په دریمه ربع کې څلور سلنه لوړه شوې ده

د خصوصي بانکونو اتحادیه دا وضعیت د انفلاسیون له خطره د تېرېدو او د بانکي صنعت د ښه کېدو پایله بولي.

اوسمهال په افغانستان کې اوه خصوصي، درې دولتي او د دوو نړیوالو بانکونو په ګډون ۱۲بانکونه فعاله دي چې ترڅنګ یې د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره یو اسلامي بانک هم پرانیستل شوی دی.

د خصوصي بانکونو د اتحادیې مشر وايي “اوسمهال زموږ اکثره بانکونه مشتریانو ته د پیسو په ورکړه کې محدودیتونه لیرې کړي دي او د مرکزي بانک له خوا له ټاکلې اندازې سره خلکو ته پیسې ورکوي.

د دغې اتحاديې په وینا، افغانستان کې پر بانکونو د خلګو باور ډېر شوی او د بانکولۍ صنعت مخ په ښه کېدو دی.