د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر، د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ لپاره د ا.ا د کندهار له والي سره خبرې کړي دي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر، د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ لپاره د ا.ا د کندهار له والي سره خبرې کړي دي

هغې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوی په شفاهي توګه موافقه وکړه چې بشري حقوق مهم دي.

مېرمن ډېکر وایی، دې ته لېواله ده چې پوه شي، په کندهار کې د ا.ا مشران په دې برخه کې څه ډول عمل کوي.

افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنې راهیسې نړیوالو تل له دوی غوښتنه کړې چې بشري حقونه، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو حقونه ته درناوی وکړي.

نړیواله ټولنه بشري حقونو ته درناوی د ا.ا سره د تعامل یو اساسي شرط بولي